د افغانستان کرکټ یوه لوبغاړي په اسټرالیا کې د مرستې راټولولو خبر ورکړ

ارشیف: په ننګرهار کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو لپاره په اسټرالیا کې د مرستو راټولولو خبر ورکړی.

قیس احمد په خپله رسمي فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او زیاتوي، د اګسټ په ۲۲ مه اسټرالیا ته ځي او هلته سېلاب ځپلو افغانانو ته د مرستو راټولولو خېمه ودروي.

هغه زیاته کړې، د مرستو راټولولو بهیر به د اګسټ ۲۸ مې روان وي.

له دې وړاندې یو افغان لوبغاړي راشد خان په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو لپاره څه د پاسه سل زره پونډه مرسته راټوله کړې وه.