البانیا د جاسوسۍ په تور د اوکراین او روسیې ۳ وګړي نیولي

ارشیف

البانیا دوه روسان او یو اوکراینی د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د البانیا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد دوه سرتېري هغه مهال ټپیان شول چې غوښتل یې د ګرامش کارخانې د عکس اخیستلو څخه د درېیو بهرنیانو مخه ونیسي.

د معلوماتو له مخې په دغو بهرنیانو کې دوه نارینه او یوه ښځه وه.

ګرامش کارخانه د البانیا له پلازمېنې تیرانا څخه اتیا کیلومتره لیرې پرته ده.

په اعلامیه کې راغلي چې بهرنیانو د دې کارخانې پر ساتونکو بې حسه کوونکې سپرې وشیندله.

دواړه ساتونکي د تیرانا روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

اعلامیې زیاته کړې چې د دوی ژوند له خطر څخه دباندې دی.

په اعلامیه کې روسی سړی ایم زي ۲۴، یوه روسۍ ښځه ایس ټي ۳۳ او یو اوکراینی سړی ایف اې ۲۵ یاد شوی دی.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې درې سره کسان پر همغه ځای له موټر سره ونیول شول.

پولیسو ویلي د دې پېښې په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.

ګرامش نظامي کارخانې په ۱۹۶۲م کال کې کار پیل کړ چې کلاشینکوفونه او ټوپکونه جوړ کړي.

په ۱۹۹۰کې د کمونیزم تر سقوط وروسته دې کارخانې تولید ودراوه او د پخوانيو کلاشینکوفونو او وسلو پرزې يې سره ایستل پیل کړې.

د البانیا صدراعظم ایدل راما د اګست په شلمه ناوخته وویل چې پر دغو درېیو کسانو د جاسوسۍ شک دی.

البانیا پخوانی کمونیست هېواد دی او له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ناټو غړی دی چې پر اوکراین یې د روسیې یرغل په سختو ټکو غندلی دی او همداراز يې پر مسکو د اروپايي ټولنې او امریکا د بندیزونو ملاتړ کړی دی.