د اوکراین له دوهمې اټومي بټۍ دېرش کیلومتره لرې روسي ځواکونو ډزې کړي

د اوکراین د زاپروژیا اتومي بټۍ

اوکرایني چارواکي وایي، د میکولاف پر سیمه د اوکراین له دوهمې اټومي بټۍ څخه یوازې دېرش کیلومتره لرې د روسیې ځواکونو په ډزو کې یو شمېر کسان ټپیان شوې دي.

د میکولایف والي ویتالي کیم د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روسیي ځواکونو د ډزو پرمهال د وزنسنسک په ښارګوټي کې یوه پنځه پوړه ودانۍ او یو شمېر کورونو ته سخت زیان اوښتی دی، د ده په وینا بالکونونه چپه شوي او کړکۍ یې ماتې شوې دي.

د ویتالي کیم په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون دولس ملکیان ټپیان شوې دي.

وزنسنسک ښارګوټي د پیفدن نوکراینسک له اټومي مرکز ته نږدې دېرش کیلومتره لرې پروت دی، دا د اوکراین دوهم ستر اټومي مرکز دی.

تر اوسه دې اټومي مرکز ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اوکراین د څلور واړو اټومي مرکزونو دولتي ادارې پر وزنسنسک ښارګوټي د روسیي ځواکونو ډزو ته د اټومي ترهګرۍ نوم ورکړی دی، دې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې ښایي د پیفدن نوکراینسک پر لور توغندی ویشتل شوی وي چې د مارچ په لومړیو کې هم روسانو د دې ځای د بیا نیولو لپاره هڅې کړې وې.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اوکراین له دوهم اټومي مرکز سره نږدې د روسیي ځواکونو ډزو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: "که د اټومي وړانګو د خپرېدو په برخه کې د روسیې له لوري د خوږ ګوتې نیول ادامه پیدا کړي، ښایي روان اوړی د اروپایي هېوادونو لپاره په تاریخ کې په تر ټولو دردونکی او له وېره ډک وخت بدل شي. ځکه چې په نړۍ داسې څه لارښود نه شته چې کله یو ترهګر دولت د اټومي بټیو پرضد څه کوي، له هغه سره څه باید وشي."

روسیي چارواکو تر اوسه د دې تورونو په اړه څه نه دې ویلي.

د اوکراین حکومت له ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو بنسټونو غوښتې دي چې روسیي ځواکونه مجبور کړي چې د اوکراین له ستر اټومي مرکز، زاپروژیا څخه خپل ځوکونه وباسي.

په وروستیو ورځو کې نړیوالې ټولنې د زاپروژیا د اټومي مرکز په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

اوکراین او روسیې د یوه بل ځواکونه تورن کړی دی چې د راپروژیا له اټومي مرکز سره یې پر یوه بل ډزې کړې دي.