د طالبانو حکومت له روسیې سره د بارتري سوداګرۍ غوښتنه کړې

د طالبانو بیرغ

د روسیې ریا نووستي خبري اژانس وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو له روسیې سره د بارتري سوداګرۍ غوښتنه کړې ده.

د اژانس پر اساس، طالبانو وړاندیز کړی چې د روسیې د تېلو او نورو محصولاتو په بدل کې به دغه هېواد ته منرالونه، ممیز او طبي بوټي صادر کړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې که د روسیې او افغانستان ترمنځ بارتري سوداګري ممکنه نه شوه د سوداګرو په وسیله به د پیسو د انتقال له لارې له روسیې تېل واخلي.

د طالبانو پر حکومت د امریکا د بندیزونو له کبله افغانستان ته د پیسو انتقال له ستونزو سره مخامخ دی.