د روسیې او چین ولسمشران د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه کې ګډون کوي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ

د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر له ګډون سره له مخالفتونو سره سره د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو پرون جمعه وویل چې د روسیې او چین ولسمشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو سرمشریزه د سږ کال د نوومبر په منځویو کې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې جوړه شي.

د اندونیزیا ولسمشر وویل، د چین ولسمشر شي جین پینګ به ورشي او ولسمشر پوتین هم ورته ویلي چې ورځي.

دا سرمشریزه کېدای شي چې د نړۍ د لانجمنو مسئلو پر سر د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د ده د سیالانو ترمنځ خبرو ته فرصت برابر کړي.