د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل شوی

ارشیف: په پنجشېر کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن جمعه او سبا شنبه به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي.

د دې ادارې پر اساس، نورستان، کونړ، بدخشان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، تخار، کاپیسا، پروان، بامیان، سمنګان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، غزني، زابل، ارزګان، غور، کندهار، او هلمند هغه ولایتونه دي چې د سختو ورښتونو او په نتیجه کې یې د سېلابونه د جاري کېدو اټکل کېږي.

د هواپېژندنې دادارې له وړاندوینې سره سم، په ځینو سیمو کې ممکن تر ۷۰ میلي مترو پورې باران واوري.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان مړه کړي او ژوبل کړي، لسګونه زره جریبه کرنیزه مځکه او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.