د لسګونه ناقانونه کډوالو یوه بېړۍ د یونان کینتیرا ټاپو ته رسېدلې

ارشیف

د یونان دولتي تلوېزیون وايي، یوه بېړۍ چې ۶۷ غیرقانوني کډوال په کې سپاره وو، پرون پنجشنبه کینتیرا ټاپو ته ورسېده.

د دې ټاپو د سمندرغاړو ساتونکو وویل چې د دې بیړی اکثره سپرلي افغانان دي.

راپورونه وايي، په دې تړاو د یونان پوله ساتو درې تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي.

ویل شوي چې بېړۍ له ترکیې څخه یونان ته تللې او نهايي هدف یې ایټالیا و.