د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کې په وروستیو چاودنو اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د هغو چاودنو په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده، چې روانه میاشت یې له کبله د ماشومانو په ګډون تر ۲۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

انتونیو ګوتیریش د تېرې چهارشنبې چاودنه هم په کلکو ټکو غندلې چې د کابل په ابوبکر جومات کې وشوه او د طالبانو په وینا تر ۲۰ زیات کسان یې په نتیجه کې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د پرونۍ اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي، د ټروریزم هر عمل جنایت او غیرموجه کار دی.

د اعلامیې په وینا، ټول افغانان په سوله کې د ژوند کولو او د خپلو مذهبي ازادۍ د تجربه کولو حق لري.