د یونان په یوه ټاپو کې د پناه غوښتونکو کښتۍ ډوبه شوې

ارشیف

د یونان چارواکي وايي، یوه کښتۍ چې په لسګونو پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، پرون د دغه هېواد د جنوب یوه ټاپو ته نږدې ډوبه شوه.

د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، په دې کښتۍ کې ناستو کسانو شمېر ۹۷ ته رسېده، خو د هغوی د هویت په باب یې څه نه دي ویلي.

د دوی په وینا په دې پېښه کې څوک ټپي یا ورک شوی نه دی.

د کی­تیرا نیوز ویبسایټ د راپور له مخې، ګومان کېږي دغه کسان چې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم په کې شامل دي د افغانستان وګړي وي.

لا معلومه نه ده چې دغه کښتۍ کله له کومه ځایه روانه شوې وه.

د منځني ختیځ، اسیا او افریقا ډېری پناه غوښتونکي له ترکیې یونان ته اوړي چې وکړای شي ځانونه د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته ورسوي.

هر کال په لسګونو پناه غوښتونکي د دغه خطرناک سفر پر مهال په سمندرونو کې ډوبېږي.