ایا طالبان په رښتیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کول غواړي؟

د کابل په شېرپور کې د هغه کور انځور په کوم کې چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

واشنګټن ټایمز:

قدرت ته د طالبانو د بېرته راتګ یو کلن کېدل یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو پاملرنه ځان ته اړولی دی.

امریکایي واشنګټن ټایمز لیکي، طالبانو د کابل د سقوط سره سم د اوو میلیارد په ارزښت هغو وسلو ته چې امریکا د پخواني جمهوري نظام سرتېرو ته ورکړې وې لاس پیدا کړ.

هغه راپور چې سه شنبې د زمري د میاشتې په ۲۵مه د امریکا د دفاع وزارت مفتش خپور کړی، په کې راغلې چې امریکا له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د تېر نظام سرتېرو سره د شاوخوا ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کړې وه.

په راپور کې دا هم ویل شوي دي چې یوازې ۱۸ میلیارده ډالر د دغو سرتېرو په وسایلو او تجهیزاتو کې مصرف شوي دي.

واشګټن ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د مفتش له خولې لیکي چې د ۹۳۴ میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي الوتکې او د څه باندې څلور میلیاردو په ارزښت نورو پوځې وسایل د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

ورځپانه وړاندې لیکي، افغان پوځ تر ډېره د امریکا په هوايي پوځ او همدارنګه د دې هېواد په قراردادونو متکي و چې د دوی له مرستې پرته د افغان پوځ فعالیتونه ډېر محدودېدل.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې بیا یوه پوښتنه مطرح کړې، چې ایا طالبان په رښتیا سره غواړي چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي؟

خپرونه وړاندې لیکي چې د طالبانو د بېرته راتګ د یو کلن کېدو په درشل کې په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د طالبانو لپاره یوه ستره ننګونه وه.

خپرونه زیاتوي، امریکا باید د دوحې د تړون وړاندې د طالبانو په پلانونو او او په هغو کړنو باندې چې دوی يې له بهرنیو جنګیالونو سره لري پوه وای.

خپرونه لیکي چې د طالبانو له راتګ وروسته تقربیاً په ټولو برخو کې دوی له ستونزو سره مخامخ دي.

له حکومتدارۍ رانیولې د اقتصاد د بیا جوړولو، کورني امنیت او په ملي او نړیواله کچه باور هغه څه دي چې دوی په کې پاتې راغلي دي.

خپرونه همداراز لیکي، د اسلامې دولت د داعش خراسان ډله تراوسه د طالبانو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د خپرونې د لیکوال په باور د ۲۰۲۰ کال د دوحې له ټړون وروسته داعش ډلې خپل بریدونه په افغانستان کې زیات کړي دي.

مطلب په دې پای ته رسېږي چې امریکا اوسمهال هم کولای شي په داسې لارو چارو غور وکړي، خو خپرونه زیاتوي، دا د طالبانو لپاره یوه امتحاني دوره ده چې دوی هغه ژمنې پوره کړي چې له نړیوالو سره یې کړي او دا ثابته کړي چې دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي.