د ايران اټومي تړون بيا ژوندي کېدو کې ښکېل لوري موافقې ته نږدې شوي دي

د ايران اټومي تاسيسات

داسې نښې لیدل کېږي چې د ایران د اټومي تړون د بېرته را ژوندي کېدو لپاره ښکېل لوري یوې موافقې ته په نږدې کېدو دي.

د امریکا متحدو ایالتونو پرون وویل چې په خصوصي ډول به د اروپایي ټولنې هغه وروستي متن ته ځواب ووایي چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون د ژغورنې لپاره دې ټولنې چمتو کړی دی.

اروپایي ټولنې نن وویل، د هغې وروستۍ موافقې د متن په اړه د ایران ځواب څېړي چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون د ژغورنې لپاره دې ټولنې چمتو کړی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو له مخکې پرون ویلي و چې په خصوصي ډول به د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل ته د هغه وروستي متن ته ځواب ورکړي چې د اګست په اتمه نېټه یې وړاندې کړی دی.

د یوې موافقې احتمال چې ممکن له مخې یې د ایران د تېلو پر تولید د متحدو ایالتونو له خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شي، له مخکې د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې کړي دي.

د امریکا په بازارونو کې د تېلو بیه نژدې درې سلنه رالویدلې او د یوه بیرل هغه یې له نوي ډالرو ښکته شوې ده.

که موافقه وشي ایران به اجازه ولري چې د ورځې دونیم ملیون بیرله تېل تولید او بهرته صادر کړي.

په دې اړه نور: ايران: د اټومي تړون په اړه مو د امريکا له لوري دوه غوښتنې منل شوي دي

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزیپ بوریل یوې ویاندې نبیلا مسرالي وویل، ایران د دغې موافقې متن ته د دوشنبې د ورځې ناوخته ځواب ووایه او اروپایي ټولنه د دغې چارې د مخ ته وړلو لپاره له متحدو ایالتونو او نورو اړخونو سره سلا مشورې کوي.

ښاغلي بوریل هغه خبري همغږي کړي چې هدف یې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون بېرته را ژوندي کول دي.

مېرمن مسرالي په یوه خبري غونډه کې وویل چې ټول اړخونه پر وړاندیزونو غور کوي او اوس د دې وخت نه‌دی چې وویل شي کله به یوه موافقه نهایي کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وویل: "که زموږ نظر ومنل شي، موږ چمتو یو چې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دغه تړون بشپړ او اعلان کړو."

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسین امیر عبدالهیان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وویل، د واشنګټن ځواب به په عام محضر کې اعلان نه‌شي او هغه به مستقیم ښاغلي بوریل ته واستول شي.

پرایس دا هم وویل چې دې تړون ته د بېرته ستنېدو یوازینۍ لاره دا ده چې تهران خپلې غیر ضروري غوښتنې ودروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان ویلي چې راتلونکې ورځې به یوې نهایي موافقې ته د رسېدو لپاره د پاتې موضوعاتو د هوارۍ لپاره مهمې وي.

نوموړي دغه راز پر واشنګټن غږ وکړ چې د خبرو د پرمختګ لپاره دې یو څه نرمښت یا انعطاف وښیي.