ايران: د اټومي تړون په اړه مو د امريکا له لوري دوه غوښتنې منل شوي دي

ايران اټومي بټۍ

د امریکا متحده ایالتونه وایي، د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو په هدف به د اروپایي ټولنې "وروستۍ طرحې ته" په شخصي ډول ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه د ایران له خوا د دې وړاندیز لاسلیک ته د شنه څراغ ښودلو په جریان کې د ایران ځواب ته په تمه دي.

د ایران ایرنا دولتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبدالهیان په حواله ویلي، امریکایي لوري د دوی دوه غوښتنې په شفاهي ډول منلي دي.

عبدالهیان ونه ویل چې امریکا د دوی کومې غوښتنې منلي دي، خو پرون یې وویل چې د اټومي تړون په تړاو به خپل وړاندیزونه په کتبي ډول ولیږي.

نوموړي ویلي، که د دوی نظر ومنل شي، هېواد یې چمتو دی چې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هوکړه لاسلیک او اعلان کړي.