سيما بحوث: د طالبانو واکمنۍ کې د نجونو او مېرمنو وضعيت لا هم ناوړه دی

يو شمېر معترضې افغان مېرمنې

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره وايي، د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا هم ناوړه دی.

سیما بحوث پرون (دوشنبه) د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کالیزې سره هم‌مهاله په یوه بیان کې وویل، افغان ښځې او نجونې له کار او تعلیمه بې برخې کړای شوي، روغتیايی اسانتیاوې یې محدودې شوي، او تاوتریخوالی پرې زیات شوی دی.

دې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر اساس تشدد وباله.

اغلې بحوث پر طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار د اجازې ترڅنګ په حکومت کې ونډه ورکړي.