اتريش کې يو شمېر افغانانو د طالبانو د واک د يو کلنۍ په اړه مظاهره وکړه

په کاناډا کې هم پرون يو شمېر مېرمنو واک ته د طالبانو د رسېدو د يو کال پوره کېدو په غبرګون کې مظاهره وکړه

یو شمېر افغانانو پرون (یکشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو د واک ته رسېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو، چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له امریکا، اروپايي هیوادونو، د ملګروملتو امنیت شورا او ناټو څخه یې غوښتل چې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړي.

نن د پخواني جمهوري نظام د پرځېدو او واک ته د طالبانو د بيا ځلي رسېدو کال پوره شو.

په کابل او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغانانو د طالبانو د حکومت په ضد مظاهرې کړې دي.