کندهار: د طالبانو او داعش وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۵ تنه وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

په کندهار ښار کې پرون (یکشنبې) ناوخته د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول.

د راپورونو له مخې، په دې نښته کې، چې یو ساعت یې دوام وکړ، د کندهار ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې وشوه او په لړ کې یې دوه طالبان او ۳ داعشیان وژل شوي دي.

طالبانو د دې نښتې په اړه د دې خبر د چمتو کېدو تر شېبې څه نه دي ویلي.

که څه هم طالبانو څو څو ځل افغانستان کې د داعش وسله والو د شتون راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې دا ډله يې ځپلې ده، خو نړيوالو افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلي دي.