زیلینسکي روسي ځواکونو ته تازه خبرداری ورکړ

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، هر هغه روسی پوځي به په نښه شي چې د زاپوریژیا پر اټومي تاسیساتو ډزې کوي یا له دغو تاسیساتو د ډزو لپاره د ډال په توګه کار اخلي.

د دې تاسیساتو چې د روسیې په کنټرول کې ده، په شاوخواکې یې د ورستیو پېښو ملامتي ښکېلې خواوې پر یو بل اچوي.

زیلینسکي تېره شپه ناوخته په یوه ویډیويي وینا کې وویل، هر هغه روسی سرتېری به چې پر دې اټومي تاسیساتو برید کوي یا له هغه ځایه د ډزو لپاره کار اخلي، باید په دې پوه شي چې هغه به د اوکراین د استخباراتو، د ځانګړیو ځواکونو او زموږ د پوځ له لوري په ځانګړې په توګه په نښه شي.

مسکو او کییف پرون پر یو بل د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د جګړې د ګواښونو تورونه ولګول.

د زاپوریژیا اټومي

د هغه ښارګوټي چې دغه اټومي بټۍ په کې پرته ده ښاروال وویل چې پر دې بټۍ د توپونو وروستۍ ډزې د روسي ځوکونو له خوا شوي خو روسیې دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې اوکرایني ځواکونو دغې بټۍ ته نږدې د توپونو نهه ګولۍ ویشتي دي.

دغه وضعیت د ملګرو ملتونو او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې اندېښنې راپارولي دي.

دواړو ادارو ویلي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې څارونکو ته دې له دغو تاسیساتو د کتنې اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرش دغه راز غوښتنه کړې چې د دې تاسیساتو په شاوخوا کې پوځي فعالیتونه باید بند شي او دا یوه غیرنظامي سیمه اعلان شي.

لویدیځو هېوادونو پر مسکو غږ کړی چې خپل ځواکونه د زاپوریژیا له اټومي تاسیساتو څخه وباسي.

د زاپوریژیا اټومي تاسیسات پر اوکراین د روسیې له یرغل لنډه موده وروسته د روسیې لاس ته ولوېدل خو اوکرایني انجنیران لاهم د روسیې تر څارنې لاندې هلته کار کوي.