طالبانو یوې وژل شوې پولیسې ته اعزازي رتبه ورکړه

د طالبانو بیرغ

د طالبانو حکومت، هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.

باختر خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د کورنیوچارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د رووفې په نوم دې ښځې ته اعزازي رتبه ورکړې ده.

د راپور له مخې رووفه د کابل ښار د پولیسو په پنځمه حوزه کې سرتېرې وه او څو ورځې مخکې د کابل په جمال مېنې سیمه کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال ووژل شوه.

د باختر آژانس په راپور کې هغه کور چې عملیات پرې ترسره شوي، د خوارجو مهمه ځاله بلل شوې ده.

طالبان د خوارجو اصطلاح ډېر وخت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله والو لپاره کاروي.