زیلینسکي: اروپايي ټولنه دې د روسیې پر وګړو د ویزې بندیز ولګوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه یوځل بیا غوښتي دي چې د روسیې پر وګړو د ویزې بندیز ولګوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي چې د اروپا ګډ ارزښتونه باید له منځه تلو ته پرې نه ښودل شي.

زیلینسکي پرون په پلازمېنه کییف کې په یوه ویډیويي وینا کې د خبرو پرمهال وویل، داسې نه شي کېدای چې اروپا دې د یوه سوپرمارکېټ په شان وي او دا دې مهمه نه وي چې څوک ورننوځي او څوک ترې وځي.

هغه زیاته کړه: "باید یو ضمانت موجود وي چې د روسیې قاتلان او د مسکو له دولتي تروریزم سره مرسته کوونکي د شینګن له ویزو څخه استفاده ونه کړای شي."

د اروپايي ټولنې ځینو غړو هېوادونو، له هغې ډلې د بالتیک سمندرګي د حوزې درېیو هېوادونو او همداراز چک جمهوریت د روسیې پر وګړو د ویزې او کار په برخو کې یولړ محدویتونه لګولي دي.

چک جمهوریت چې اوسمهال د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، د دې ټولنې په ټول قلمرو کې پر روسانو د ویزې د بندیز پلوي دی خو دې هڅو د ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې تراوسه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

ارشیف: د اوکراین وګړي

د اوکراین ولسمشر همداراز له لاتویا څخه مننه وکړه چې روسیه یې د تروریزم د ملاتړي هېواد په توګه پېژندلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي امریکا د څانګې مشر السکاندردارچیف پرون تاس دولتي خبري آژانس ته وویل چې که د امریکا سنا د روسیې د منزوي کولو لپاره کوم طرح وړاندې کړي یا یې د تروریزم د ملاتړي هېواد په توګه اعلان کړي نو د مسکو او واشنګټن ترمنځ ډيپلوماتیک اړیکي به سخته ضربه وویني او حتی ښايي پرې شي.

له بلې خوا مسکو او کییف پرون بیاهم پر یوبل د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د جګړې د ګواښونو تورونه ولګول.

ملګروملتونو غوښتنه کړې چې د دې تاسیساتو په شاوخوا کې پوځي فعالیتونه باید بند شي او دا یوه غیرنظامي سیمه اعلان شي.

د زاپوریژیا اټومي تاسیسات پر اوکراین د روسیې له یرغل لنډه موده وروسته د روسیې لاس ته ولوېدل خو اوکرایني انجنیران لاهم د روسیې تر څارنې لاندې هلته کار کوي.

لویدیځو هېوادونو پر مسکو غږ کړی چې خپل ځواکونه د زاپوریژیا له اټومي تاسیساتو څخه وباسي.