غزني کې سېلابونو مالي زيانونه اړولي

سېلابونه - ارشيف

د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي وايي، سېلابونو په غزني کې مالي زیانونه اړولي دي.

د شنبې په ورځ د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د جمعې په ورځ د غزني ولایت یو شمیر ولسوالۍ سېلابونو ځپلې دي.

دغه سېلابونه په اندړ، واغظ، ګیرو، قرباغ او ده یک ولسوالیو کې د سختو وروښتونو له امله راوتلي دي.

د خبرپاڼې په حواله د يادو سېلابونو له امله لسګونه د اوسېدو کورونه، باغونه، کاریزونه او ترڅنګ یې په زرګونه جریبه کرنیزې مځکې خرابې کړې دي.

په غزني کې د سېلابونو راوتلو سلسله له شاوخوا دوو میاشو څخه روانه ده.