د سره صليب کمېټه: بشري بنسټونه د افغانانو زياتېدونکو اړتياو ته ځواب نه‌شي ويلی

يو شمېر افغان مېرمنې

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، له ټولو هڅو سره سره نړیوال بشري بنسټونه د دې وړتیا نه لري چې د افغانانانو مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

د دې کمېټې په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه راغلي دي چې هېوادونه او پرمختیايي مؤسسې باید د هغه افغانانو سره د بشري مرستو لپاره دې هېواد ته ستنې شي چې اوس مهال له سختو بشري ناورینونو سره مخ دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې تازه خبرپاڼه په دې عنوان پیل شوې چې: " ۱۱۳۵۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان خو څنګه به ژوندي پاتې شي؟"

په دا شمېر ماشومان په تېر یو کال په افغانستان کې نوې زېږېدلي دي.

په اعلامیه کې د اسیا لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمېټې سیمه‌يیز مسول کریستین کیپول له قوله راغلي دي چې له هڅو سره سره نړیوال بشري بنسټونه د افغانانو ورځ تربلې زیاتېدونکو اړتیاوو ځواب نه شي ویلی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او پانګونې پرته به په افغانستان کې میلیونونه ماشومان، ښځې او نارینه له بېړنیو ستونزو سره مخ شي.

د سره صليب نړيواله کمېټه پر حکومتونو او پرمختيايي بنسټونو غږ کوي چې افغانستان ته ستانه شي او له هغو افغانانو سره چې له سخت بشري وضعيت سره مخ دي، مرستو ته دوام ورکړي.

افغانستان کې لوږه او فقر تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي دي چې په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه انسانان له خوراکي کمښت او دغه شان له سل زرو ډېر ماشومان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ که څه هم په تېر یو کال په افغانستان کې تاوتریخوالي د پام وړ کم شوی خو افغانې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو هڅې کوي.

دغه سازمان په افغانستان کې د بانکي سیستم له‌منځه تلل، د کار او پیسو کمښت، د څو لسیزو جګړو پایلې او اقتصادي بندیزونه هغه لاملونه بللي چې له امله يې د خلکو د ژوند شرایط تر پخوا خراب شوي دي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې بدتر کېږي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ نږدې یو کال پوره کېږي او په دې موده کې په دغه هېواد کې د پرمختیايي او بیارغونې د پروژو شمېر د تېر په پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د طالبانو حکومت د سره صليب د نړيوالې کمېټې د دې اعلاميې په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې په وار وار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.