اشرف غني: زما له وتلو مخکې د جمهوري نظام ستنې د ړنګېدو په حال کې وې

پخوانی ولسمشر

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، مخکې له دې چې له کابله ووځي او طالبان کابل ته ننوځي، د جمهوري نظام ستنې د ده په وینا د یو شمېر لورو له خوا چې پردې نظام یې معامله کړې وه، د نړېدو په حال کې وې.

ښاغلي غني دغه څرګندونې له اې بي ان افغان خپروندې شبکې سره په یوه نوې مرکه کې کړي دي.

ښاغلي غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون د یو شمېر وتلو افغان څېرو نومونه اخیستي او هغوی یې تورن کړي چې د جمهوري نظام د کمزوري کولو لپاره یې کار کاوه.

اشرف غني په دې مرکه کې د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د روحیې کمزورتیا د جمهوري نظام د ړنګېدو یو بل اساسي عامل بللی دی.

هغه په دې مرکه کې دا هم ویلي چې دی د افغانستان د اساسي قانون له مخې تر اوسه قانوني ولسمشر دی او واک به هغه چاته رسماً وسپاري چې ولس یې غوره کوي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د جمهوري نظام د ړنګېدو او واک ته بیا د طالبانو د رسېدو کال په پوره کېدو دی.

د تېر کال د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیوه او جمهوري نظام سقوط وکړ.