د روسي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۲۴ اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې

پرنیکوپول کې د روسي توغندي له امله د اوښتو زیانونو انځور

د اوکراین د مرکزي دنیپرو پتروسک د سیمې والي وایي، پرنیکوپول او د مارهانیڅ پر ښارونو د روسیې د تېرې شپې په توغندویي بریدونو کې دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي چې د پنځو وضعیت یې نازک دی.

والینټن ریزنیچونکو وویل، دوه ټپیان د ژغورنې د هڅو سره سره د مارهانیڅ په روغتون کې مړه شول.

هغه ویلي چې ډېر جسدونه د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دي او را ایستل یې ډېر ګران کار دی.