د شلو ورځو په تېرېدو لا هم د افغان غرختونکي علي اکبر سخي مړی غره کې دی

علي اکبر سخي د جولای په ۲۱مه د پاکستان په ګلګیت بالتستان کې د نړۍ د غره دوهمې لوړې څوکې ته د پورته کېدو پر مهال مړ شو.

افغان غرختونکی علي اکبر سخي چې شل ورځې وړاندې د نړۍ دوهمې لوړې څوکې "کې ټو" ته د ختلو په هڅه کې مړ شو، مړی یې لا هم کورنۍ ته نه‌دی سپارل شوی.

د خپل غره ختونکي ورور د جسد په تمه دی چې د پاکستان د کې ټو غره په لوړو څوکو ومړ.

غره ته ختونکی علي اکبر سخي د جولای په ۲۱مه د پاکستان په ګلګیت بالتستان کې د نړۍ د غره دوهمې لوړې څوکې ته د پورته کېدو پر مهال مړ شو.

خو داسې مهال چې د غره په یوه ډېره پورته برخه کې د هغه له مړینې ۲۰ ورځې تېرېږي، مګر لا یې هم جسد هلته پاتې دی او کورنۍ ته یې نه‌دی تسلیم شوی.

د علي اکبر سخي ورور رشید سخي ازادي راډیو ته وویل، د ورور جسد یې لا هم له غره نه‌دی را ښکته شوی.

هغه وویل: "هغه کمپنۍ چې ورور مې ور سره قرارداد درلود، موږ سره یې همکاري نه‌ده کړې. که یې له لومړۍ ورځې موږ سره همکارې کړې وای، امکان یې و. هغه ټیم چې زما ورور جوړ کړی و(هایک اینډ وینچرز افغانستان) نومېږي. ده دا ټیم خپله جوړ کړی و او ترې یې ملاتړ کاوه."

د علي اکبر د ورور په خبره، هغه د قراقورم په نوم له یوه شرکت سره قرارداد لاره او د پاکستان سرینا هوټل یې مالي ملاتړ کړی و، خو دې دوو بنسټونو تر اوسه د علي اکبر د جسد په لېږد کې هېڅ مرسته نه‌ده کړې.

هغه وايي، یوې بلې کمپنۍ چې د ده ورور یې بیمه کړې و، هم له دوی د علي اکبر د جسد د لېږد لپاره د پیسو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "یوازې بیستو کمپ څخه تر اسکاردو پورې د جسد د راښکته کولو لګښت شل زره ډالر کېږي چې ۱۵ زره یې باید کمپنۍ او ۵ زره یې باید موږ ورکړو، ولې دا زموږ لپاره ډېره جالبه ده، ځکه چې زما ورور بیمه و. نن سبا کوي، موږ ته فریب راکوي، مګر هېڅ کار یې نه‌دی کړی."

په پاکستان کې د کې ۲ غر

په پاکستان کې د قراقورم شرکت چې ښاغلي سخي یې په لارښوونه غوښتل د کې ټو غره لوړې څوکې ته وخېژي، له دې وړاندې پاکستاني رسنیو ته ویلي، علي اکبر هغه مهال چې له لومړي کمپ دویم ته پورته کېده، ناڅاپه ناروغ شو او وروسته ومړ.

دې شرکت دا هم ویلي چې د علي اکبر سخي جسد ۷ زره متره پورته په غره کې پاتې او راښکته کول یې نږدې امکان نه‌لري.

تر اوسه د علي اکبر سخي د مړینې لامل رسماً روښانه‌ نه‌دی او ورور یې هم وايي، قراردادي شرکت باید په دې اړه وضاحت ورکړي او د ورور جسد یې باید هر څه ژر دوی ته وسپاري.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ازادي راډیو ته وویل، په پاکستان کې د دوی سفارت، له پاکستاني حکومت او د قراقورم شرکت سره یوځای هڅه کوي چې د ښاغلي علي اکبر سخي جسد له غره را ښکته کړي.

تکل وايي: "بدبختانه چې کمپنۍ له تخنیکي ستونزو سره مخ ده او تر اوسه نه‌ده توانېدلې چې د علي اکبر سخي جسد ته لاسرسی پیدا کړي. مګر بیا هم په پاکستان کې د افغانستان سفارت هڅه کوي چې د علي اکبر سخي جسد له هغه ځایه را ولېږدوي."

علي اکبر سخي د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکی و.

هغه د ځوانانو د هڅولو په پاره د غره ختنې یو بنسټ هم جوړ کړی و.