د اوکراین په دونېڅک کې درنه جګړه شوې

دونېڅک کې د جګړې له لومړۍ کرښې یو انځور

د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې چې له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرته ده پرون یوځل بیا د درنو جګړو راپورونه ورکړل شول.

روسیې په دې سیمه کې د عملیاتو نوې لړۍ پیل کړې چې هدف یې په دونباس سیمه کې د ولکې پراخول دي.

د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون اعلان وکړ چې د روسيې پوځ پر دونېڅک سیمې له څو خواوو د برید هڅه وکړه.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د دوی ځواکونه په دې سیمو کې کلک مقاومت کوي او خپل سنګرونه یې ساتلي دي.