افغان کرکټ لوبډلې لومړۍ شل اوره لوبه وبایلله

افغانستان په تېرو پنځو نړیوالو لوبو کې څلور له ایرلنډه ګټلي او یوه یې ورسره مساوي کړې ده.

افغانستان د کرکټ د شل اوره سیالیو په ترڅ کې پرون لومړۍ لوبه ایرلنډ ته د اوو ویکټو په توپیر وبایلله.

افغان لوبډلې لومړی لوبه وکړه او په ټولو شلو اوورونو کې یې ۱۶۸ منډې وکړې او ایرلنډ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډ لوبډلې د درېیو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په داسې حال کې چې یوتوپ یې لاپاتې و، ۱۷۱ منډې وکړې.

د دواړو ټیمونو ترمنځ بله لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

افغانستان په تېرو پنځو نړیوالو لوبو کې څلور له ایرلنډه ګټلي او یوه یې ورسره مساوي کړې ده.