نن د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوره لوبه کېږي

افغانستان په تېرو پنځو نړیوالو لوبو کې څلور له ایرلنډه ګټلي او یوه یې ورسره مساوي کړې ده.

د کرکټ د شل اوره سیالیو په ترڅ کې لومړۍ لوبه نن د افغانستان او ایرلنډ ټیمونه په بلفاست کې کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ټیم دغې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی.

هوتک زیاتوي: "دغو لوبو ته افغان کرکټ ملي لوبډلې پوره چمتوالی نیولی دی. انشاالله پایله به یې ډېره ښه وي او همداراز ویلی شم چې دغه لوبه به د کابل په وخت ماښام اوه بجې پیل شي."

د افغانستان او ایرلنډ ټیمونه د دغو لوبو په لړ کې پنځه شل اوره لوبې کوي.

د دواړو ټیمونو ترمنځ بله لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

افغانستان په تېرو پنځو نړیوالو لوبو کې څلور له ایرلنډه ګټلي او یوه یې ورسره مساوي کړې ده.