د ايران اټومي تړون بيا ژوندي کېدو خبرو کې پرمختګ شوی

د ايران اټومي بټۍ

د ایران د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو ستر مرکچیان وایي، یوې هوکړې ته د رسېدو هیلې شته.

د اروپایي ټولنې لوړپوړي مرکچي اینریک مورا (Enrique Mora) وایي، هیلې شته چې د اوونۍ ترپایه پورې خبرو کې پرمختګ وشي.

د روسيې مرکچي بیا ویلي، یوازې درې/څلور مسلې نا حله پاتې دي.

په دې اړه مخامخ خبرې له څه ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د ایران، روسیې او اروپایي ټولنې د مرکچیانو ترمنځ پيل شوې.

امریکا په غیر مستقیم ډول دغه بحثونه څاري.