سرچينې: کونړ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې

ډيورنډ کرښه

طالبان او د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېر مازدیګر ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو او افغان طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د طالبانو د ځايي چارواکو او د دانګام د بن شاهي د سیمې د اوسېدونکو په وینا نښته وروسته له هغه وشوه چې پاکستاني پوځیانو د دوی په وینا د کونړ ولایت په ساحه کې پوستې جوړولې او ازغن سیم یې تېراوه.

د دې پېښې نور جزییات وروسته په راپورونو کې وړاندې کېږي.

تر دې مخکې هم د پاکستاني پوځيانو له لوري د ډيورنډ پر کرښه د پوستو د جوړولو راپورونه ورکول شوي دي.

څو ورځې مخکې يوه ويډيو خپره شوه چې په‌کې د بدخشان واخان سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري سميټي نښې جوړې شوې وې، چې ويډيو کې ليدل کېدل ځايي طالبان يادې نښې له منځه وړلې.