د پکتيکا په برمل کې د ټي ټي پي درې مهم قوماندانان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پکتيکا ولايت موقعيت

د افغانستان په جنوب ختیځ کې په یوه چاودنه کې د پاکستاني طالبانو درې مهم قوماندانان وژل شوي دي.

د ازادي راډیو مشال څانګې ته له موضوع خبرو سرچینو ویلي چې په وژل شویو قوماندانانو کې یو هم خالد خراساني ته نږدې کس عبدالولي دی.

د دوو نورو نومونه حافظ دولت او مفتي حسن ښودل شوي دي.

د سرچینې پر اساس، د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي دغو قوماندانان پرون (یکشنبه) ماښام د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په موټر کې سفر کاوه چې ماین یې په لاره کې وچاودېده.