چارواکي: د اوکراين د غَلو دويمه محموله لبنان ته رسېدلې

اوکرايني کښتۍ

د اوکراین د زیربناوو وزیر اولیکساندر کوبراکوف پرون (اګست ۷) وویل چې څلور کښتۍ ټولټال ۱۷۰ زره ټنه غله لېږدوي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له دغه هېواد څخه د غلې دانې صادرات ودرول شول، خو د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب اوس د اوکراین د غلو کښتیو ته د انتقال اجازه ورکړل شوه.

د موافقې په پایله کې، لومړۍ بېړۍ د اګست په لومړۍ نېټه له اوکراین څخه ووتله او په همدې ورځ ترکیې ته ورسېده.

د فبرورۍ په ۲۴ مه د جګړې له پيلېدو وروسته د اوکراين بندرونه وتړل شول، خو اوس د دغه هېواد يوازې درې بندرونه د غلو دانو د صادرولو اجازه لري.