د اوکراین پر زاپروژیا اټومي بټۍ ډزو اندېښنې رامنځته کړي

زاپروژیا اټومي بټۍ

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د اوکراین په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې ډزو ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا به د اټومي ناورین سبب شي.

رافایل ګروسي پرون په یوه بیان کې وویل، د جمعې په ورځ د اروپا پر دې سترې اټومي بټۍ ډزې شوې چې په اوکراین او له اوکراین څخه ورها خوا خلک او چاپېریال تهدیدوي.

ماسکو او کییف یو بل تورنوي، چې د زاپروژیا پر اټومي تاسیساتو یې ډزې کړې دي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه برید د فبروري په څلورویشتمه پيل شو او لاهم روان دی.