ملي راډيو ټلوېزيون په نوې فېس بوک پاڼه نشرات پيل کړي

د ملي راډيو ټلوېزيون نښان، چې اوس يې طالبانو له لوګو تور، سور او زرغون رنګ پاک کړی دی.

د طالبانو تر ولکې لاندې ملي راډیو ټلوېزیون له نږدې یوې میاشت وروسته په خپله نوې جوړه شوې فېس بوک پاڼه نشرات پیل کړي دي.

د دغې رسنۍ رئیس احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، دا چې د دوی نشرات تر خلکو پورې ورسېږي، دوی د اړتیا پر بنسټ دا کار کړی دی.

نوموړی وايي، دوی د فېس بوک ادارې سره په اړیکه کې دي، څو راجستر شوې پاڼې یې ورته ازادې کړي.

ښاغلي وثیق د چنګاښ په ۲۹ نېټه په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې په دې ادارې پورې اړوند پښتو او درې فېسبوک پاڼې د فېسبوک ادارې له لوري تړل شوي دي.

نوموړي دا هم لیکلي وو، چې د دوی اداره دمګړی د نویو فېسبوک پاڼو د فعالولو اراده نه لري او د ملي ټلوېزیون په نوم جوړې شوې ټولې پاڼې جعلي دي.

د فېسبوک ادارې په دې اړه په رسمي ډول هیڅ هم خپاره نه کړل.

خو د یادونې ده، مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، فېسبوک طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل او په دوی پورې اړوند مسایل او ویډيو ګانې به یې سانسورولې.