يونسېف: د زلزلې له امله خوست کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر شوی

د خوست په سپیره کې د زلزلې له کبله ۲۹ کسان وژل شوي و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف ویلي، چې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله د کولرا په څېر ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شوی دی.

د یونېسف د بشر دوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه پیغام کې چې پرون د دې ادارې په ټویټر کې خپور شو، ویلي: "موږ یوازې د ځینو هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي. له زلزلې وروسته د کولرا د خپرېدو خطر ډېرېږي چې د ماشومانو لپاره وژونکي کېدای شي."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و.

د رسمي شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د جون د میاشتې د ۲۲ نېټې د ویجاړونکې زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شوي دي.