نانسي پلوسي: امريکا به هيڅکله د ټايوان له ملاتړ لاس وانه‌خلي

د امریکا د استازيو جرګې مشره نانسي پلوسي

د امریکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي نن د ټایوان په پلازمېنه ټایپي کې د خبرو پر مهال وویل چې متحدایالات غواړي ټایوان تل ازاد وي او امنیت ولري.

هغې وویل چې امریکا به هيڅکله د ټایوان له ملاتړ څخه لاس وانه‌خلي.

پلوسې د ټایوان پلازمېنې ټایپي ته له رسېدو سره سم له ټایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړ او ویې ویل له ټایوان سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت نن ځکه ډېر مهم دی چې نړۍ د استبداد او ډیموکراسۍ ترمینځ باید یو انتخاب ولري.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې دا به د سیمې پر سوله او ثبات ناوړه اغېز وکړي.