زلنسکي: دونېڅک کې د جګړې لومړۍ کرښې وضعيت د 'دوزخ' په څېر دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، په ختیځه دونېڅک سیمه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، وضعیت د دوزخ په څېر دی.

هغه بېګا په خپله وینا کې وویل، د امریکا د توغندیو له مرستې سره - سره د اوکراین پوځ نه دی توانېدلی چې د روسیې د وسلو او بشري قوت له امتیاز څخه مخکې شي.

زلنسکي زیاته کړه چې په دې جګړه کې نا انډولي ډېره احساسېږي.

د اوکراین ولسمشر ژمنه وکړه چې ځواکونه به یې د امریکا د هیمارس توغندیو په مرسته اشغالګرو ته هره اوونۍ دردوونکې ماتې ورکړي.