په بلوچستان کې پاکستانۍ هیليکوپټره تري تم شوې

ارشیف: یوه پاکستانۍ هیليکوپټره

پاکستان پوځ ویلي، چې یوه هیليکوپټره یې چې د سېلاب ځپلو د ژغورنې په عملیاتو بوخته وه، تري تم شوې ده.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې هیليکوپټره سره چې بلوچستان کې د ژغورنې په چارو بوخته وه، پرون ماذدیګر پنځه بجې اړیکه پرې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په هیليکوپټره کې یو پوځي جنرال او د پوځ نور لوړپوړي غړي سپاره وو.

ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې هیليکوپټره غورځېدلې ده، خو پوځ لا دا راپورونه نه دي تایید کړي.

پوځ ویلي، د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.