په کابل کې د چین سفارت د ویزو ورکولو بهیر پیل کړ

د چین بیرغ

په کابل کې د چین سفارت افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو لړۍ پیل کړه.

دا خبره د طالبانو یوه ویاند احمدالله وثیق په خپل ټوېټر لیکلې ده.

اخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، چې د افغان سوداګرو یو لېست یې د چین سفارت ته سپارلی او هغوی له دوشنبې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو پروسه پيل کړې ده.

چین د کوېډ ۱۹ په خاطر افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه ځنډولې وه او تر هغه را وروسته سیاسي تحولاتو لا دا پروسه ځنډنۍ کړې وه.