په ایران کې د توپانونو او سېلابونو له کبله د قربانیانو شمېر ۵۶ تنو ته ورسېد

ایران کې د سېلابونو له امله پوځیان هم د ژغورنې ډلو سره یو ځای شوي دي.

په ایران کې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د توپانونو او سېلابونو د قربانیانو شمېر شپږ پنځوسو ته ورسېد.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د سرې میاشتې په وینا خبر ورکړ، چې په لسګونو کسان لاهم په پلازمېنه تهران او څلورو نورو ولایتونو کې تري تم دي.

د ایران د دولتي رسنۍ په وینا پوځیان له هغو کسانو سره چې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي یوځای شوي او له لرې پرتو سیمو څخه یې تر اوسه په زرګونو کسان خوندي ځایونه ته انتقال کړې دي.

د نورو بارانونو د ورېدو اټکل هم کېږي.