ملګري ملتونه: د کابل کرکټ لوبغالي کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي

په کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالی

که څه هم طالب چارواکي وايي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې پېښه کې د وژل شویو شمېره ۱۹ تنه ښيي.

د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ پر مهال د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلې په اړه لا هم یوه خوله معلومات نه‌شته.

که څه هم د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې پېښه کې ۱ تن وژل شوی او ۱۲ نور برسېرن ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش

ګوټریش نن سهار وختي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "زه د جمعې په ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي شوې چاودنه کې ۱۹ تنه په کې ووژل شول او نور تلفات یې هم لرل، په کلکه غندم."

همدا ډول ملګرو ملتونو یوه اعلامیه کې د ښاغلي ګوټریش له قوله ولیکل: "پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، په کلکه منع دي."

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې دا ارقام ناسم وبلل او زیاته یې کړه، پېښه کې یو تن د سختو ټپونو له امله د کابل په ایمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه او پاتې ۱۲ تنه ښه دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم په خپله ټویټرپاڼه په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښودلی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه یې دا پېښه غندلې.

خو خان وروسته له دې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پېښې د شمېرو په اړه د ارقامو خپرول یوازې د دې وزارت مسوولیت وباله او غبرګون یې تُند و، خپل لیکل له ټویټره پاک کړل.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

طالب چارواکو له دې وړاندې هم په افغانستان کې د جګړو او تر خوا یې د یو شمېر پېښو کره ارقام له رسنیو سره په دقیق ډول نه‌دي شریک کړي.

د بېلګې په توګه، طالبانو په لومړیو کې د پنجشېر او د سرپل په بلخاب د جګړې راپورونه رد کړل، خو وروسته یې ومنله چې هلته یې وسله‌والو ته مرګژوبله هم اوښتې او جګړه هم شوې.

همدا ډول د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په نوم په رابلل شوې غونډې وسله‌وال بریدونه چې تر ننه یې د مرګژوبلې دقیق ارقام خپاره نه‌شول.

د کابل په کرکټ لوبغالي کې د پروني لاسي‌بم برید پر مهال یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم هلته وو.

له دې ډلې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز الکبروف پرون د چاودنې پر مهال د کابل په کرکټ لوبغالي کې و.

په دې اړه نور: ملګرو ملتونو د کابل د کرکټ په لوبغالي کې پرونۍ چاودنه وغندله

هغه د پېښې د قربانیانو کورنیو او ټپیانو کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او یوناما د ښاغلي الکبروف له قوله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ولیکل: "د پرون ورځې چاودنه د هغه وحشتناک او ناڅاپه تاوتریخوالي یو بل دردونکی یاد دی چې په افغانستان کې خلک ورسره مخ دي."

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم په خپله ټویټرپانه د کابل په کرکټ لوبغالي کې په پرونۍ چاودنې خواشیني ښودلې او زیاتوي، د تاوتریخوالي هېڅ هدف نه‌لري او د افغانانو لپاره ځواب ویونکی نه‌دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټوماس ویسټ

خو له پرونۍ چاودنې وروسته چې احتمالاً یې د لوبې پر لیدونکو او لوبغاړو اغېز کړی، د افغانستان کرکټ بورډ د نن ورځ لپاره د لوبې د لیدو ټکټونه وړیا اعلان کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د پرونۍ پېښې په غبرګون نن د کرکټ نندارچیانو لپاره د ننوتو ټکټونه وړیا اعلان کړل.

د طالبانو د ملي سپورټ تلوېزیون چې دا لوبې ژوندۍ خپروي، پر سکرین لیدل کېږي چې د پرون په پرتله د لوبې د لیدو لپاره نن هومره خلک نه‌دي راغلي.

خو په ټولنیزو رسنیو د ملي لوبغاړو او په افغانستان کې د کرکټ د لوبې د پرمختګ په هدف کمپاین پیل شوی او له خلکو په کې غوښتل کېږي، چې د افغان لوبغاړو د هڅونې په موخه د لوبې لیدو ته ورشي.