طالبان: تېرو دوو ورځو کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

د افغانستان په شمال کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د وزارت ویاند د تېرو دوو ورځو په سېلابونو کې د اتلس کسانو د مړینې خبر ورکوي.

محمدنسیم حقاني بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، چې دې سېلابونو خلکو ته درانه مالي تلفات هم اړولي دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو دوو ورځو کې چې کوم سېلابونه راغلي، په نتیجه کې یې ۱۸ هېوادوال په شهادت رسېدلي، د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د دې سېلابونو له کبله تخریب شوې دي."

د حقاني په وینا لس کسان د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه موټر د ډوبېدو په پېښه کې او اته کسان په کندهار کې د سېلاب له کبله مړه شوي.