کابل: د کرېکټ لوبغالي کې چاودنې له امله ۴ کسان ژوبل شوي

بېړنی خبر

د کابل په کرېکټ لوبغالي کې د کرېکټ سیالۍ پر مهال چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان رسنیو ته په استولې ویډیو پیغام کې ویلي دي چې چاودنه د نندارچیانو ته څېرمه وشوه چې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا ازادي راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي دي: "د کرېکټ په لوبغالي کې په یو کس پسې لاسي بم منفجر شوی خپله یاد کس وژل شوی او تر څنګ یې یو څو کسان سطحي زخمیان شوي."

پر ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې چاودنه د لوبغالي دننه د ننداره کوونکو په منځ کې شوې ده.

عیني شاهدانو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې په پېښه کې د زیانمنو شویو کسانو شمېر زیات دی.

دا چاودنه داسې مهال شوې چې په یاد لوبغالي کې د افغانستان د کرېکټ تر ټولو ستر لیګ شپږیزه سیالۍ روانې دي.

د چاودنې پر مهال د پامیر زلمي او بند امیر لوبډلو ترمنځ لوبه روانه وه، چې له لنډ ځنډ وروسته بېرته پیل شوه.

سږ کال د شپږیزه لیګ په سیالیو کې ځیني بهرني لوبغاړي هم لوبیږي.

د یادولو وړ ده چې څو کاله وړاندې هم د شپږیزې لیګ پر مهال له لوبغالي بیرون ورته چاودنه شوې وه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.