نصير احمد فايق: د 'واخان' د برخه‌ليک په اړه بايد وضاحت ورکړل شي

په وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د پاکستان له لورې پر پوله تېری کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام سرپرست استازي نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو ته وویل، که پاکستان وغواړي چې د خپلو اقتصادي اهدافو لپاره د افغانستان خاوره لاندې کړي نو د ملګرو ملتو امنیت شورا ته به موضوع رسما راجع کړي.

ښاغلي فایق تېره شپه په ټویټر کې ولیکل چې د واخان د برخه‌لیک په اړه باید وضاحت ورکړل شي.

دی وایي، که چېرته په دې اړه کومه پټه موافقه شوې وي او پاکستان په خپل سر د افغانستان له خاورې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره استفاده وکړي یا هم پر پوله د عمدي بدلون نخښې ولیدل شي دا موضوع به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوې مستندې تخطي په ډول وړاندې کړي.

په وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د پاکستان له لورې پر پوله تېری کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت دا اوازې رد کړې دي او ویلي یې دي چې دا حقیقت نه لري او اسلام اباد تر دې دمه په دې اړه څه نه دې ویلي.