پر اوکراين د روسيې تازه بريدونو کې پنځه کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل دي

ارشيف

د اوکراین په مرکزي برخه کې د روسیې په پرونیو هوايي حملو کې پنځه کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

د کېروفوګراد سیمې والي دغه خبر تایید کړی دی.

په همدې حال کې اوکراین د جنوبي سیمې خرسون د بېرته نیولو لپاره خپله مبارزه لا شدیده کړې ده.

چارواکي وايي د روسیې هوايي حملو د کییف د جنوب په ۳۰۰ کیلومترۍ کې کروپېف - نیټڅکې (Kropyvnytskiy) ښار په نښه کړی دی.

د سیمې یوه حکومتي چارواکي پر ټولنیزو شبکو په یوه ویډیو کې ویلي، په حملو کې دوه هنګرونه ویشتل شوي دي.

د ده په وینا په پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۲۵ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اوکراین انټرفاکس اژانس د ښار د نورو چارواکو خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، په حمله کې د هوايي چلند تجهیزات، الوتکه او ورڅېرمه ودانۍ زیانمنې شوې دي.

اژانس د ښار د یوه چارواکي رېکوویچ وینا هم را اخیستي چې وايي، په ټپیانو کې ۱۲ تنه سرتېري هم شامل دي.

د روسیې د میزاییلو په حملو کې کییف، چرنيهیف، میکولاییف او خارکیف سیمې هم په نښه شوي دي.

د اوکراین د لوی درستیز یوه لوړ رتبه چارواکي اولیکسي هروموف ویلي، په کییف کې شوې حمله چې په تېرو څو اوونیو کې لومړۍ هغه ده، د یوې کلیوالي سیمې یوه پوځي قطعه په نښه کړې ده.

د ده په وینا، دې حملې یوه ودانۍ ویجاړه کړې او دوې نورې ودانۍ یې زیانمنې کړي او د اوکراین ځواکونو د ده په خبره یو میزاییل ویشتلی دی.

روسيې تر ډېره په اوکراين کې عامه تاسيسات او ملکيان په نښه کړي دي.

د کییف والي، اولیکسي کولیبا ویلي، په دغو حملو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي چې پنځه تنه یې ملکیان دي.

کولیبا د اوکراین دولتي ټلوېزیون ته وویل، روسیې د پراخ ولسي مقاومت په ځواب کې د خپلو میزاییلو په مرسته د غچ اخیستنې حملې پراخې کړې دي.

ده ویلي اوکراین له وړاندې د روسیې پلانونه شنډ کړي او د ځانونو دفاع ته به دوام ورکوي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې کېږي او د امریکا د استازو جرګې یوې استازې الیسا سلاتکین په وروستیو کې CNN ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې ګومان کېږي تر ۷۵زرو ډېر روسي سرتېري په د اوکراین په جګړه کې مړه یا هم ټپیان شوي وي.

دا د هغو ځواکونو نیمايي برخه جوړوي چې مسکو په فبروري میاشت کې پر اوکراین د یرغل لپاره لېږلي وو.