اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه د اوکراين په ختيځ کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي

ارشيف

د اوکراین دفاعي چارواکي وایي، روسي ځواکونه د دې هیواد په جنوب کې د هغې سیمې په ګډون چې اوکراین یې پر ضد تهاجهمي عملیات پیل کړي، د پراخو ځواکونو د ځای پر ځای کولو پر چارو لګیا دي.

د اوکراین د امنیتي شورا منشي اولیکسي دانیلوف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د اوکراین ټلوېزیون ته وکړې او ویې ویل چې دغه ځای پر ځای کیدا د خیرسون، میلیتوپول او زاپوریژیا د سیمو پر لور ترسره کېږي او روسیه نور ځواکونه ځای پر ځای کوي.

تر دې مخکې د اوکراین د جنوب د عملیاتي مرکز ویاندې ناتالیا هومینیوک ویلي و چې په جنوب کې د اوکراین تهاجمي عملیات پرمختګ کوي.