روغتيايي مسؤلين: افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ډېر شوی

يو افغان خوارځواکی ماشوم

د طالبانو تر ولکې لاندې روغتیايي مسوولان هم تاییدوي، چې په افغانستان کې روان کال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتيا وزارت کې د تغذیې د برخې مشر، ډاکټر محمد وزیر حامد ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر زیاتېدلو عمده علت په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ دی.

نوموړي وويل: "د تېرو کلونو په نسبت د ماشومانو سو تغذي نسبتاً زیاته شوې ده. دا زتاتېدنه معمول ده. بل د افغانستان شتمني کنګل ده او شرایط هم ټکني دي. شرایطو ته په کتو ویلی شو چې الحمد لله ارقام بیا هم لوړ نه دي. موږ اټکل کړی و، چې په ۲۰۲۲م کال کې به ۱ اعشاریه ۱ ملیون شدید خوارځواکه ماشومان ولرو او د متوسطه خوارځواکو ماشومانو شمېر به ۲ اعشاریه ۲ ملیونو ته ورسېږي، خو اوس د ډیټابېس ارقامو ته په کتو دا شمېر هغومره زیات نه دی، چې موږ یې اټکل کړی و."

افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل اقتصادي ضعف بلل شوی.

د روان لمریز کال په وري/حمل میاشت کې روغتیا وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲ اعشاریه ۳ ملیونه ماشومان د منځنۍ کچې له خوارځواکۍ او یو اعشاریه یو ملیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

بلخوا، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف د خدماتو عرضه کولو په څانګه کې د اضطراري چارو مخکښ مدیرې ایما ماسپیرو (Emma Maspero) د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، د لوږې بحران د افغانستان تر څنګ په ټوله نړۍ کې په پراخېدو دی، چې په هرو ۶۰ ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم په خپاره شوي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې څه دپاسه یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ خطر سره مخ کړي.