ترکیې د اوکراین د غلو دانو صادراتو لپاره ګډ مرکز پرانیستی

ارشیف

د ترکیې چارواکي وایي٬ چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو لپاره یې یو ګډ مرکز پرانیستی او هیله من دي چې په نږدې ورځو کې د کښتیو په ذریعه د غلو صادرات پیل شي.

په عین حال کې کییف هم ویلي٬ چې له روسیې سره د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د وروستي تړون له مخې د تور سمندرګي په درېیو بندرونو کې فعالیتونه له سره پیل شوي دي.

د دغه نوي پرانيستل شوي مرکز یوه مهمه دنده به دا وي٬ چې د کښتیو په ذریعه په خوندي توګه د اوکراین د غلو د صادراتو پر خوندي لارې څارنه وکړي او هم څار وکړي چې د تور سمندرګي له لارې په تلونکو او راتلونکو کښتیو کې منع کړای شوې وسلې ونه لېږدول شي.

اوکراین په نړۍ کې د غنمو، اوربشو او جوارو یو ستر صادرونکی هېواد دی او د ټولې نړۍ په بازارونو کې د لمرمخیو ګلانو د غوړیو نږدې نیمایي برخه د اوکراین ده.