د هلمند د کجکي برښنا بند دوهم فاز پرانیستل شو

د کجکي بند

د هلمند د کجکي د برښنا بند دوهم فاز نن پرانیستل شو.

د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت ویاند اختر محمد نصرت وایي، له دې سره به د هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو د برښنا ستونزه تر ډېره هواره شي.

هغه وویل:"د دوهم فاز په افتتاح سره به له دې وروسته د بند د برښنا تولید به له ۵۰ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته پورته شي. دا به هلمند او کندهار ولایتونو ته برښنا ورکوي."

کجکي بند د هلمند پر سیند جوړ شوی٬ چې د معلوماتو له مخې د دوه اعشاریه اته میلیارده متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

له دې بنده د شاړو اوبو د خړوبولو لپاره هم کار اخیستل کېږي.