د اوکراين پوځ دغه هېواد کې د روسي ځواکونو تر واک لاندې پول په توغنديو ويشتلی

د اوکراين د جګړې انځور

د اوکراین پوځ د دغه هېواد په جنوب کې هغه ستراتیژیک پول په توغندیو ویشتلی چې د روسیې د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني چارواکو له روسي ځواکونو څخه د خرسون ښار د بېرته نیولو ژمنه بیا تکرار کړې ده.

د جګړې ښکېلو ډلو پرون وویل، دا پول د هغو لرې واټن ویشتونکو توغندیو په مټ هدف ګرځول شوی چې لویدیځ هېوادونو اوکراین ته ورکړي دي.

د روسیې یوه چارواکي ویلي، له بریده وروسته پر دغه پله تګ را تګ بند شوی دی، خو هغه د اوښتي احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

پر دغه پله روسیي ځواکونو ته چې په جګړه بوخت دي، مهمات لېږدول کېدل.