سوداګرۍ وزارت: تېر کال زرګونه ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادر شوې

د افغانستان د مېو د بسته بندۍ انځور

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر کال کې ۲۰ زره او ۱۰۷ ټنه وچه او تازه مېوه، سبزیجات، طبي نباتات او زعفران بهر ته صادر شوي دي.

دې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي دا مېوې، سبزیجات او طبي نباتات چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کیفیت له تصدیق پاڼو وروسته صادر شوي، د دې تصدیق پاڼو په اعتبار سوداګر کولای شي خپل توکي په اروپا، امریکا او اسټرالیا کې وپلوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د مېوو، سبزیجاتو او طبي نباتاتو د صادراتو د پراختیا ادارې په ناسته کې له سوداګرو غوښتي چې صادرونکي توکي دې په نړۍوالو معیارونو برابر کړي، تر څو د ده په خبره په نړۍوال بازار کې خپل مشتریان له لاسه ور نه کړي.