امريکا: روسيې له نړيوال فضايي مرکز څخه د وتلو په اړه 'ناسا' ته رسمي خبر نه دی ورکړی

ارشيف

متحده ایالات وايي چې روسیې له نړیوال فضايي مرکز څخه د وتلو لپاره د خپل پلان په اړه تر اوسه د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا ته په رسمي ډول خبر نه دی ورکړی.

امریکايي چارواکو په عین حال کې ویلي چې په دې اړه پر یو لړ اقداماتو غور کوي.

د روسیې د فضايي تحقیقاتو د ادارې روس کوسموس نوي ټاکل شوي رئیس تېره ورځ وویل روسیه به له ۲۰۲۴ کال وروسته له نړیوال فضايي مرکز ISS څخه ووځي او پر خپل ځانګړي مرکز پر کار به تمرکز وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جین پیرې پرون خبریالانو ته وویل، واشنګټن له ISS څخه د روسیې تر وتلو وروسته د دې پرېکړې د اغېزو د مخنيوي د لارو چارو په اړه غور کوي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته تر بل هر وخت زیاتې ترینګلي دي.